ولسوالی لعل پور

دانشنامه عمومی

لعل پور یکی از ولسوالی های ولایت ننگرهار در خاور افغانستان است. جمعیت آن در سال ۲۰۰۶ میلادی، ۱۸۹۹۷ نفر اعلام شده است. [ ۱]
↑ «جمعیت شناسی و جمعیت ولایت ننگرهار» ( PDF ) . هیئت معاونت ملل متحد در افغانستان. وزارت احیا و انکشاف دهات افغانستان. دریافت شده در ۱۲ - ۱۲ - ۱۳۹۰. تاریخ وارد شده در | تاریخ بازدید= را بررسی کنید ( کمک )
• ولسوالی های افغانستان
• جعبه اطلاعات شهر
• ولسوالی های ولایت ننگرهار
• خطاهای یادکرد: تاریخ
• همه مقاله های خرد
• مقاله های خرد افغانستان
• مقاله های خرد جغرافیای افغانستان
عکس ولسوالی لعل پور
این نوشته برگرفته از سایت ویکی پدیا می باشد، اگر نادرست یا توهین آمیز است، لطفا گزارش دهید: گزارش تخلف

پیشنهاد کاربران

لال پوره:
لال په معنی د سور یا جګری ، او پور دکورنۍ. ( پور د ښاغلې ( آقازاده، ) ابن، پسر، فرزند، ولد ) معنا لری.
لال: د لال پوری نکریزې د سلګونو کلونو راهسی په جنوبی اسیا، د فارس خلیج هیوادونو، مرکزی اسیا او عربو هیوادونوکی د خاص شهرت ، رنګ او کیفیت لرونکی دی.
...
[مشاهده متن کامل]

۱ - د ډیرو پخوا زمانو راهسی، حتی ویل کیږی د میلاد نه تر مخه د لال پوری څخه به تجارانو نکریزی هندوستان ته وړلی او هلته به د هند د اشرافو، راجاګانو، نوابانو او دولتی ارکاینو ښځو او نجونو به، د لال پوری په نکریزو خپلی خپی او لاسونه سره کول او رنګول، د تندی خال به ئی له نکریزو واهه او د ( سوندروپر ځای ) به ئی د سر د پیچی درز هم په نکریزو رنګاوه ، ځکه د نکریزو رنګ به د سوندورو د پورډو پر ځای هفته دوه دوام کاوه چه دا دښځو اوجینکود سینګارولو ډیره ښکلی دوامداره او ښه وسیله وه، او هم به یی له نکریزوڅخه په طبابت کی ځینی کار اخیست.
په لال پوره کی له سلو زیاتی د هندی سکهانو کورنیو ژوند کاوه ، چه په لال پوره کی یی درمسال ، هندو سوزان، ځمکی، دوکانونه او ژرنده. . . . . . هم درلودله. چه ژرنده یی د ( پره با ) په نوم یادیده د نکریزو پاڼی به یی پدغه ژرنده میده او پوډر کولی ، پره با د هندوستان په راجپور کښی د یو منطقی نوم هم دی ( ددی منطقی په هکله به وروسته لیکنه او پلټنه ) وکړو، ( د پره با ژرنده د جیا سنګهـ او بهادر سنګهـ د پلارونو او نیکونو وه ) ، او د کجوری د جوماعت شاته پرته ده. او بیا به یی هندوستان ته استولی. هندیانو د میلاد نه د مخه د اردو ژبی تر رامنځته کیدو پوری نکریزو ته ( خینا ) ویله کله چی څو سوه کاله مخکی د اردو ژبه رواج شوه نو د نکریزو نوم هم مهندی ته واړوه چه اوس یی په دواړو نومونو یادوی.
۲ – لال پوره یا لال د زړه ( قلب ) په معنی هم ده، ځکه چی قلب هم سور ( جګری ) رنګ لری او هم وینه یا ( خون ) چه جګری یا سور یا تیز نصواری ( نصواری رنګ ) ، د پوزی نصوار ( ملغوزی یا مرغوزی نصوار ) د خینی نوم هم لدی خون یا وینی نه اخستل شوی ، او قلب یا زړه هم وینه وجود ته رسوی او هم څلور دهلیزه او جګری رنګ لری. او لال پوره هم څلور تجارتی لاری لرلی او لری چی په لاندی توګه دی:
الف: لال پوره ـ جلال اباد ( ننګهارا )
ب: لال پوره ـ ترۍ، شلمان لار ( دطورخم او میچنۍ ) لاره پخوا نه وه.
ج: لال پوره ـ برا دره، ګنداب لار
د: لال پوره ـ دولس څمسې، ګوشته، کامه، کنړ، نورستان، لار
۳ ـ د لال پوری کلی شمال خوا ته زراعتی ځمکی چی د لوی باغ په نامه یادیږی چی اوس مهال د دی باغ نوم شته خو نښان ئی نشته په ډیرو پخوا زمانو کی دا لوی باغ د مالټو لوی باغ وو چه د کجوری جومات نه تر ملکانه ( ملک کانی ) پوری پراخ ؤ خو ملکانه کښی هم مالټو باغ ؤ چه د دی باغ د ورسک غره خوا ته د شفتالانو ونی او نورو دریو خواته ئی د نارنج ونی وی. چی د دی لوی باغ مالټې به د لال مالټې په نوم یادیدلی، چه دی مالټی منځ به هم جګری رنګ درلود. چه دی مالټو په منطقه کی خاص شهرت لره.
همدارنګه لال د وریښمو سور دستمال او شال معنا هم لری، پخوا لال پوروالو د وریښمی د چینجی په روزنه کښی پوره ونډه درلوده، چه د وریښمی ټوټی او پارچی به ئی خپله اوبدلی او رنګولی ، دوریښمو چینجو به د توتانو له څانګو تغذیه کیدل ، چه د لال پوری د خلکو اقتصاد او ژوند ته ئی پوره رنګ او رونق ورکړی ؤ. دا به په لال پوره کښی جولاګانو اوبدل او رنګریزانو ( چه په لال پورواله اصطلاح ورته ننګ ریزان وائی ) به رنګول چه د مرکزی اسیا او چین څخه تر هند پوری ددی وریښمینو دستمالونو او شالونو سوداګری روانه وه. ( لال :س، نوعی از بافته ٔ ابریشمی است سرخ رنگ مخفف لال لاس مرکب از لال مذکور و از لاس که نوعی است از ابریشم فروتر از انواع دیگر.
لال: د نیمی سپوږمۍ د پریوتو یا غروب وخت ته هم وائی، چه په سره رنګ شکل ځانته نیسی ویل کیږی.
لال : د معشوقی شونډو ته هم لال ویل کیږی.
لال : سوسن سرخ. یو ګل دی چه لال ورته هم ویل کیږی.
لال: سره رنګ شرابو ته ویل کیږی.
لال:هغه څوک چه بعضی کلمات له مخرجه نه شی ادا کولی. لکه لال پوروال چه ح په خ تلفظ کوی هم وایی.
لال: د لاله ګل ( غاټول ګل ) ته هم ویل کیږی.
لال : چاودلی انار ته هم لال ویل کیږی.
لال: یو ډول سره مچۍ ده چه د درمندونو په وخت کښی د درمند څنګ کی سوری وباسی. او نری ملا لری ډیری تیزی او زحمت کشی دی.
لال:د وریښمو سره دستمال ته هم لال ویل کیږی ( نوعی از بافته ٔ ابریشمی است سرخ رنگ )
لال: د لال یا لالی ډاګ چه د لاله ګل په نوم به هم یادیده. او لال پوروال به پخوا وختونه د چکر او میلو لپاره د کورنیوسره تلل ، لالی ډاګ رڼی، روانی او څپانده چینی هم لرلی.
د سورۍ کلی چه د ( پوهنمل محمد عسی په�د ننګرهارولایت سیمه ایزه جغرافیه د کتاب �په ۲۰۴ پاڼه کښی ) د سور کلی په نوم یاد شوی او د لال پوری کلی هم د سری لال پوری د کلی په نامه یاد شویدی،
او هم د سور کمر په نوم غر هم لری چه د فتح مېنی څخه پاس موقعیت لری د چه چپ خوا ته یی د ناوی ناو پروت دی چه پدی به بل وخت تبصره وکړو.
د لال پوری د کلی اوسیدونکی دری بومی کورنۍ ( میاخیل، مورچه خیل اونیلاوی ) مومند �ترکزی� دی، چه له ډیرو لرغونو زمانو راهسی سره د ( دریو ورونو اودریو کورنیو ) په حیث ژوند کړی دی .
میا خیل ، مورچه خیل او نیلاوی کورنۍ چه له سلونو کلونو راهسی د لال پوری اصل اوسیدونکی دی د روایاتو له مخی لال پوروال بومی قوم ، طایفه او کورنۍ ده
، لرغونپوهان وائی: هغه خلکو به چه د تیږو تبۍ ( سنګی تبو ) کارولی ، بومی وګړی بلل کیږی ، په پخوا زمانو کی به لال پوروالو سنګی تبۍ او میچنی د ( رنجو کنډو د غره ) له تیږو څخه جوړولی، د رنجو ګنډو غر د ورسک د غره شاته د برا دری پر لار د خولې غره لاندی موقعیت لری.
یادونه :هغه دوستان او لال پوروال د پورتنۍ لیکنی سره د اصلاح، تکمیل، او کره کولو په خاطره کولای شی خپل نظریات، پیشنهادونه او مرسته دریغ نکړی. مننه
بلال لال پوروال